د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره ناسته ترسره کړه
دغه ناسته چې د ګډې بهرنۍ ارزونې په موخه ترسره شوه، په کې دواړو لورو هوډ څرګند کړ، چې د بهرنۍ ارزونې دوهم پړاو به هم د لومړي پړاو په څېر په بریالیتوب سره تطبیقوي
دغه راز، د سرویلانس تر چتر لاندې د شته ناروغی پر مخنیوي هم بحث ترسره او په راتلونکې کې په اړوندو برخو کې د ګډې همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وشو.
