د عامې روغتیا وزارت اړوند د بادغیس ولایتي روغتون کې تېر کال شاوخوا ۶۹۳۲ جراحي عملیاتونه وړيا ترسره شوي دي

rasooli_admin
Tue, Jul 01 2025 12:42 PM
moph

له دې جراحي عملیاتونو څخه ۹۶۶ لوی عملیات او ۵۹۶۶ يې واړه عملیاتونه وو، چې ټول د افغان مجربو او متخصصو ډاکترانو له لوري په بریالیتوب او وړیا توګه ترسره شوي دي.

همداراز، په دغه روغتون کې ۱۹۱۸۳۳ ناروغانو ته سراپا (OPD) روغتیايي خدمتونه او ۲۰۶۰۵ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.