پکتیکا ولایتي روغتون کې د ۲۵۰۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه پایه عصري انسنراتور یا طبي خځلو سوځوونکی ماشین ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست په هڅو او روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ د پکتیکا ولایتي روغتون لپاره یوه پایه عصري انسنراتور (Incinerator) ماشین، چې د نصب چارې یې پخوا پیل شوې وې، ګټې اخېستې ته وسپارل شو.
یاد ماشین به د پکتیکا ولایتي روغتون د طبي خځلو د له منځه وړلو او د یو پاک چاپیریال په رامنځته کولو کې مهم او اغېزناک رول ادا کړي.