د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د مصرفي اجناسو تخنیکي اورتوپیدي او فزیوتراپي پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د MOPH/DRP/NCB/1403 /G01 شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۱۸/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، چهارشنبې ورځ وروسته له غرمې تر ۲:۰۰ بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلري وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه  ۶۰۰،۰۰۰(شپږ سوه زره ) افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه  د ۱۸/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، چهارشنبې ورځ وروسته له غرمې په ۲:۰۰ بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.