لیکنې

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۳۳

روغتیايي پیغام!

میرګي یوه عصبي ناروغي ده او دردناکې رواني پایلې لري لکه سټِګما، شرم، خپګان او ورته نورې ستونزې، چې په دوامداره توګه یې باید درملنه وشي؛ ترڅو په راتلونکي کې د نورو ناوړو پایلو د پېښېدو مخنیوی وشي.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۴۲

روغتیايي پیغام!

 د ملاریا ماشی په ولاړو اوبو او د څاګانو په شاوخوا کې د اوبو څخه ډک بې سرپوښه لوښو کې ژوند کوي، نو د له منځه وړلو لپاره یې هڅه کې اوسئ.

 

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۰:۴۴

روغتیايي پیغام!

 د سیلاب په اوبو ککړ خوراکي توکي کېدای شي د ساري ناروغیو؛ لکه هیپا ټایټس او نورو مزمنو ناروغیو د لېږد لامل شي، نو له خوړلو یې ډډه وکړئ او لرې یې وغورځوئ.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۴۷

روغتیایی پیغام!

د لاس څخه د وینې بهېدنې په صورت کې د دسمال په وسیله لاس په غاړه کې واچوئ؛ ترڅو بې حرکته شي او د وینې ضایع کېدو مخنیوی وشي.

 

Health message

 

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۳۱

روغتیايي پیغام!

د دې لپاره چې خپله روغ شئ او د نري رنځ ناروغۍ میکروب مو د کورنۍ نورو غړو ته انتقال نه شي په خپل سر د نري رنځ درمل مه بندوئ.

MOPH

 

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۰

روغتیايي پیغام!

هغه ماشومان چې ذهني کمزورتیا ولري کولای شي ځیني مهارتونه زده کړي، له دې کبله هغوې ته مکررې زده کړې ورکړئ.

 

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۱۷

روغتیايي پیغام!

د مهاجرتونو او په کمپونو کې د خلکو راټولېدنې په وخت کې ناروغۍ ژر خپریږي، نو په داسې حالاتو کې باید خپل ماشومان واکسین کړئ.

Health message
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۳:۳۴

روغتیايي پیغام!

که تاسو د ملاریا شک لرۍ نو له ځنډ پرته د تشخیص په موخه خپله وینه معاینه کړئ.

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۲:۰

روغتیايي پیغام!

ملاریا یوه خطرناکه ناروغي ده، چې د غوماشي په واسطه له ناروغ څخه روغ شخص ته لېږدول کېږي او ماشومان او امېندواره مېرمنې یې له ډېر خطر لاندې وي

Health message

 

Pagination