ننګرهار سیمه ییز روغتون سره د ۶.۱ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د مصرفي توکو مرسته وشوه
دغه مرسته د يونيسیف ادارې له لوري شوې، چې د ننګرهار ولایت عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د سیمه ییز روغتون رئیس ډاکټر منصور او د فارمسي څانګې د مسؤلینو په شتون کې په رسمي ډول روغتون ته وسپارل شوه.
د عامې روغتیا رئیس لارښوونه وکړه، چې یاد توکي دې په سمه توګه عملیات خونو، بېړنۍ او نورو اړمنو څانګو ته ولېږدول شي.
