دعامې روغتیاوزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمداسحق صاحبزاده له لوري دنورستان ولایتي ۱۰۰ بستریزروغتون دکتلوي معافیت د ودانۍ او د پنځلسو کورنیو روغتیايي ځالوپرانیسته ترسره شوه

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۸:۴۱
دعامې روغتیاوزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمداسحق صاحبزاده له لوري دنورستان ولایتي ۱۰۰ بستریزروغتون دکتلوي معافیت د ودانۍ او د پنځلسو کورنیو روغتیايي ځالوپرانیسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري د نورستان ولایتي ۱۰۰ بستریز روغتون د کتلوي معافیت د ودانۍ او د پنځلسو کورنیو روغتیايي ځالو (FHH) پرانیسته ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د نورستان مرستیال والي، مولوي فیصل مختار، روغتیايي مسئولینو د تطبیق کوونکو موسسئو استازو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د یادو روغتیايي پروژو پرانیسته په روغتیايي سکتور کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: اسلامي امارت دې برخې ته پوره پاملرنه کړې، هغه سیمې چې په تېر کې له روغتیايي خدماتو محرومې وې، اسلامي امارت ورته معیاري، عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کوي او روغتیايي خدمات به د هېواد فرد، فرد ته رسېږي.

همدارنګه د نورستان ولایتي روغتون ته له ۵۰ بسترونو څخه ۱۰۰ بسترونو ته ارتقاء ورکړل شوه چې د دې ولایت د ناروغانو د درملنې په برخه کې به ګټور ثابت شي.

همداراز د نورستان ولایت د کتلوي معافیت ودانۍ په عصري او مجهزو وسایلو سمباله ده او د لس ډوله واکسینونو د ساتلو وړتیا لري او د ۱۲،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ پرانیستل شوه.

او تر څنګ يې په یاد ولایت کې ۱۵ کورنۍ روغتیايي ځالې (FHH)  چې اته خونې لري او د مور او ماشوم لپاره به روغتیايي خدمات وړاندې کېږي، پرانیستل شوې او پر لس نورو روغتیايي ځالو عملا کار روان دی چې په نیږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

نشست آگاهی‌دهی عامه در باره تغذیه با شیر مادر از سوی وزارت صحت‌عامه برگزار شد

در این نشست که محترم مولوی عبدالولی حقانی معین عرضه خدمات صحی وزارت صحت‌عامه، شماری از رئیسان مرکزی، نماینده‌گان نهادهای همکار بین‌المللی و رسانه‌ها اشتراک داشتند، محترم معین عرضه خدمات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

به ارزش ۲۰۰ هزار دالر امریکایی، تجهیزات طبی و غیرطبی به شفاخانه حوزوی ابوعلی سینای بلخی کمک شد

این کمک از سوی ولایت فرغانه کشور ازبکستان صورت گرفته که شامل تخت‌های بیماران، ویلچرها، دستگاه‌های ا‌سی، یخچال‌ها و شماری دیگر از وسایل ضروری طبی و غیرطبی می‌باشد.

مسئولان ریاست صحت. . .

BACK TO NEWS