د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې نوی بشپړ روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند د احمدشاهي مېنې نوی بشپړ روغتیايي مرکز د ۲۴ میلیونه او ۸۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د یاد روغتیايي مرکز پرانیستې مراسمو کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب الله فاتح او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود.
دغه مرکز د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پر څلور جریبه ځمکه جوړ شوی، چې ۳۰ بېلابېلې خدماتي خونې لري او په بشپړې لمریزې برېښنا سمبال دی.
