د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند مرکیخېلو سیمه کې د یو روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د دغه روغتیایي مرکز د جوړېدو لپاره ٣ جریبه ځمکه د سیمې اوسېدونکو له لوري ځانګړې شوې، چې په جوړېدو سره به یې د دې لرې پرتې سیمې اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی پیدا او ګڼې روغتیایي ستونزې به یې حل شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د ودانۍ له جوړیدو سره سم به خدمات پیل او تشکیل به یې د منظورۍ په موخه د عامې روغتیا وزارت مقام ته وړاندیز کړي.
