د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د انترساس نړیوالې موسسې عمومي رییس سره ولیدل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د انترساس نړیوالې موسسې عمومي رییس ښاغلي (ماهر الشون) او د دغه ادارې مسئولینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیایي برخې پر اولیتونو، د روږدو کسانو په درملنې، د خوارځواکه ناروغیو برخې  ته په پاملرنې، د روغتیایي خدمتونو کیفیت معیاري کولو او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو په رسېدنې بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په خپلو خبرو کې د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه وبلله او د یادې ادارې له مسئولینو یې غوښتنه وکړه، چې د لرې پرتو سیمو خلکو ته د مور او ماشوم پاملرنې سربېره معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، تر څو یادې برخې ته د لرې پرتو سیمو خلکو لاس رسی پیدا او روغتیايي ستونزې یې راکمې شي.

یاده ناسته کې د انټرساس نړیوالې موسسې مسئولینو په افغانستان کې روغتیايي برخې سره د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۴
Background image

غور او بامیان ولایتونو کې له یو شمېر خصوصي درملتونونو، کلینیکونو، کتنځایونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري تر سره شو، چې پایله کې غور ولایت کې ۲ کتنځایونه او ۵ درملتونونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله  وتړل شول او ۸ قلمه له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱
Background image

د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند مرکیخېلو سیمه کې د یو روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دغه روغتیایي مرکز د جوړېدو لپاره ٣ جریبه ځمکه د سیمې اوسېدونکو له لوري ځانګړې شوې، چې په جوړېدو سره به یې د دې لرې پرتې سیمې اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی پیدا او ګڼې روغتیایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۵۳
Background image

له مرکز وروسته په ولایتونو کې هم له خصوصي او دولتي روغتونونو څخه د نظارت لړۍ دوام لري!

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او. . .

BACK TO NEWS