افغان پلاوي د میډیپول مېګا روغتون له مشرانو سره د ټېليمیډیسن او مسلکي همکاریو پر پیاوړتیا بحث وکړ
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د میډیپول مېګا ۸۱۰ بستریز روغتون له رئیس او اداري پلاوي سره ناسته ترسره او هم یې له روغتون څخه لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې د ټېلي میډیسن له لارې د میډیپول مېګا روغتون او د افغانستان د روغتونونو د اړیکو نښلولو، د مسلکي همکاریو پیاوړتیا او علمي تجربو شریکولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون له رئیس څخه وغوښتل، چې د افغانستان د روغتیایي کادرونو د روزنې او ظرفیت لوړونې لپاره دې تخصصي روغتیایي ټیمونه را واستوي او هم دې د هغو افغانانو لپاره چې دغه روغتون ته د درملنې لپاره مراجعه کوي، ځانګړې اسانتیاوې او تخفیف په پام کي ونیسي.
بل لور، د میډیپول مېګا روغتون رئیس افغان پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ په اړوند برخو کې د مرستې او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
