په کابل کې د ۱۰۰ بستریز د زړه ناروغیو روغتون د جوړېدو په اړه انلاین ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۲
moph

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د اسلامي پراختیايي بانک او د بنګله‌ دېش د (DDCL) شرکتونو له استازو سره په کابل ښار کې د زړه ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو په موخه انلاین ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داوود منصوري، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د مقام ارشد مشاور ډاکټر حدیدالله ذاکري او د ساختماني چارو مسؤل انجنیر میرویس رحیمي ګډون درلود، د یاد روغتون د پروژې پر ماسټر پلان، اسنادو او تفصیلي طرحې بحث او خبرې تر سره شوې.

 د اسلامي پراختیایي بانک او د بنګله‌دېش د شرکتونو استازو د روغتون جوړېدو اړوند ماسټر پلان، اسناد او تفصیلي طرحه د پریزنټېشن له لارې تشریح کړه، چې له اورېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د طرحې د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه شریک او له یادو لوریو یې وغوښتل، چې د روغتون اړوند اسناد له وزارت سره شریک کړي، تر څو پرې هر اړخیزه ارزونه ترسره شي.

ټاکل شوې ده، چې د دې موضوع په اړه راتلونکې ناسته په نږدې وخت کې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو او د اسلامي پراختیایي بانک او د بنګله‌دېش د (DDCL) شرکتونو د استازو ترمنځ په حضوري ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS