د فراه ولايت د روږدو درملنې ۸۰ بستريز روغتون څخه ۳۷ تنه تداوي شوي ناروغان د حرفوي زده کړو له درې مياشتنۍ روزنيزې برنامې بشپړېدو وروسته فارغ شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۵۳
MOPH

دغه کسان د نل دوانۍ، جاري برېښنايي سیستم، لمريز برېښنايي سیستم او د موټرسایکل ترمیم برخو کې له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 د فراه ولایت د عامې روغتیا مرستیال، ډاکټر دین محمد عبدالحق په همدې موخه جوړې شوې غونډې کې د دې پروګرام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: ( د عامې روغتیا ریاست رهبري هڅه کوي؛ ترڅو د روږدو درملنې ملي برنامې څخه تداوي شويو کسانو ته د غوره روزنې او ظرفیت لوړونې زمینه برابره کړي).

دغه راز، له دې پروګرام څخه دوو تنو فارغانو، محمد صادق او عنایت‌الله څرګنده کړه، چې مسلکي روزنې یې د ژوند مسیر بدل کړی او په ژوند کې یې نوې هیلې پیدا کړي دي. هغوی وویل چې د دې مهارتونو څخه په ګټه اخیستنې کولای شي د ژوند نوې مرحله پیل کړي.

د يادونې وړ ده، چې د مسلکي روزنې ترڅنګ اړین کاري وسایل او تصدیق‌ سندونه هم دغه کسانو ته وویشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS