د عامې روغتیا وزارت سرپرست: په اوسني وضعیت کې بېړنیو روغتیایي پېښو ته لاسرسی اړین او متفاوت چلند ته اړتیا لري

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۹:۲۱
د عامې روغتیا وزارت سرپرست:  په اوسني وضعیت کې بېړنیو روغتیایي پېښو ته لاسرسی اړین او متفاوت چلند ته اړتیا لري

سه شنبه، زمری ١٩/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د بېړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي د همغږۍ په پارجوړه شوې غونډه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو برخو کې د سرچینو په وېش باندې ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، وویل: سربېره پر دې چې موږ د جنګ او کړکېچن حالت کې واقع یو، مګر بیا هم روغتیایي کارکوونکي د شپې او ورځې په دې هڅه کې دي ترڅو د جګړې په ساحه کې خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

ډاکتر مجروح، د جکړې په ساحه ډاکترانو د هڅو ستاینې سربېره، د زیان منونکو اقشارو د ارزولو، د دوی د اړتیاو د پېژندلو او روغتیایي مرکزونو کې د سرچینو په چمتو کولو باندې ټینګار وکړ.

هغه همدارنګه یادونه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت اوسني وضعیت ته په پام سره لا ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري، موږ په دې هڅه کې یو ترڅو د ملي او نړیوالو روغتیایي شریکانو سره په همکارۍ د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو دپیاوړي کولو لپاره لا ډېرې سرچینې چمتو کړو.

دغه راز په دې ناسته کې، د اړوندو څانګو مسؤولینو د تروما پېښو د شمېر او ارقامو، د ولایتونو په تفکیک سره د کورونا ویروس پېښو کموالی او زیاتوالی ولایتونو، دکورونا واکسین د پلي کولو پروګرام، د نیمایي کال ګزارش د ځواب ورکولو طرحې، د بودجې د وضعیت، د سرچینو چمتو کول، د روغتیا کلستر د استراتیژۍ او د روغتیا نورو بروخو په اړه د خپلو کړنو راپور وړاند کړ او همدارنکه په اړه یې بحث او تبادل د نظر وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۱۶:۱۳
Background image

د ۲۰۲۲ کال لپاره د ګوزڼ د کمپاین لومړی پړاو پیل شو

دغه کمپاین څلور ورځې په ټول هېواد کې دوام لري.

په دې کمپاین کې به د بامیان، دایکندي او غور له ولایتونو پرته د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې شاوخوا ۹.۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص په پروګرام کې په شرایطو برابر زده کوونکو څخه د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

پنجشنبه، مرغومې ٢٣/١٤٠٠ 

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص پروګرام کې په شرایطو برابر زده کوونکو ازموینه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر،. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

د کابل ښار د خصوصي او دولتي سکتور د فعالیتونو د څارنې ملي کمېټې د ارزونې پایلې د یوې ناستې په ترڅ کې اعلان شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکترعبدالباري عمر، د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر حسن غیاثي د شنبه ورځ د جدي ۱۸ په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې د خصوصي او. . .

BACK TO NEWS