د تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د استقلال ملي او تخصصي روغتون ریاست په پام کې لري، چي د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د 67 قلمو لابراتواري ریجنټونو د تدارک او چمتو کولو تړون، چې ریفرینس شمیره یې MOPH/EH/1404/NCB/G08 ده، د مشفق رشید سوداگریز شرکت ته، چې د کابل ولایت سینما پامیر سیمه کې موقعیت لري او 0101-20979 ګڼې جواز لرونکی دی، د 3269550 درې میلیونه دوه سوه او نهه شپېته زره پنځه سوه پنځوس افغانیو مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) لري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر درې تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د دلایلو سره یو ځای د استقلال ملي او تخصصي روغتون ریاست ته، چې د کابل ولایت شپږمې ناحیې، علاوالدین درې لارې سیمه کې موقعیت لري، د عقودو قانون سره سم وړاندې کړي.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۴۰
Background image

داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (اول لاټ ۲۱ قلمه لابراتوري ریجنټونه او دوهم لاټ ۴۵ قلمه درمل او سرجیکل د بیع موجل  په طرز د هموډیالیز پروژې اړوند . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د صحت طفل-اندراګاندي روغتون د اړتیا وړ ۵۵ قلمه انستیزي قلبي انټي . . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders