د بلخ عامې روغتیا ریاست د درملو او خوړو ۳۱ غیرقانوني تأسیساتو فعالیت درولي
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېره یو میاشت کې د درملو او خوړو له ۴۲۰ تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۳۱ تأسیسات د غیر قانوني فعالیتونو له امله تړل شوي دي.
د بلخ د عامې روغتیا رئیس الحاج رحمت الله منصور د لارښوونې له مخې، د یاد ریاست د څارنې او پلټنې ټیمونو د مزار شریف ښار په بېلابېلو برخو کې د درملو له ۱۷۹ او د خوړو له ۲۴۱ تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۵ درملتونونه، ۲ کلینیکونه، یو لابراتوار، د درملو ۹ عمده پلورنځي، یو د آرایشي توکو پلورنځی، ۲ د برګر پلورنځي او یوه سلماني د غیرقانوني فعالیتونو له امله تړل شوي دي.
ورته نظارتونه به په منظم ډول روان وي، ترڅو د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
