د عامې روغتیا وزارت له TDH مؤسسې سره د ننګرهار او کونړ لپاره د ۴۰۱٬۸۴۹ ډالرو تړون لاسلیک کړ

rasooli_admin
Thu, May 21 2026 12:38 PM
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او کونړ ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له TDH مؤسسې سره د (۴۰۱۸۴۹) څلور سوه یو زره او اته سوه نهه څلوېښت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د یادو ولایتونو (۴۸۷۹۷) تنه اوسېدونکي له تغذیوي خدماتو برخمن او (۳۳) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د TDH مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

Latest news

Thu, Oct 29 2026 12:58 PM
Background image

MoPH Conducts Three-Day Capacity-Building Programme on Administrative Correspondence

A three-day capacity-building programme on administrative correspondence was organised by the Capacity Development Directorate of the Ministry of Public Health for 20 employees. . .

Thu, Oct 29 2026 12:54 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches Three-Day Training Program for Surveillance Data Managers from 34 Provinces

Participants will learn standard procedures for collecting, consolidating, analysing and reporting surveillance data.

Mufti Abdul Qudus Hashimi, Director General of Monitoring and. . .

BACK TO NEWS