د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د (ابن سینا 1000 بستریز، جنګلک 450 بستریز، د خیرخانه ځوانانو 100 بستریز، کوهدامن د نوکریوالانو 20 بستریز روغتونونو ته د غذايي موادو پخولو لپاره د مایع ګاز تدارک) چې ریفزینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-1339) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړی، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونه او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل افرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر دو شنبی ورځې چې (11/03/1405) هـ ش سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په (10:00) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د افر پرانستې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې عامې روغتیا څلور لارې ته څیېرمه موقعیت لري وسپاري.
یادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي او د افر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې تر سره کېږي.