د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

rasooli_admin
Sat, Apr 11 2026 4:07 PM
moph

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو ترسره شو.

په پیل کې یادو ټیمونو د ذکر شویو روغتونونو له مسؤلینو سره د اکمال تخصص لوی ریاست موخه ته د رسېدو او د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په اړه خبرې وکړې.

سربېره پر دې، په یاده ناسته کې د کریکولم تطبیق، چې په کې علمي کنفرانسونه، (Logbook، bedside teaching ،Morning report، Morning visit، Case  presentation) شامل دي، د اهمیت په اړه خبرې ترسره شوې؛ ځکه چې دا موضوعات د ډاکټرانو د علمي کچې او مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې اساسي رول لري.

د یادونې وړ ده، چې دا بهیر د مرکز په ټولو تخصصي او ولایتي روغتونونو او همدارنګه، په متممو تخصصي (نظامي او خصوصي) مرکزونو کې هم د تطبیق وړ دی.

Latest news

Thu, Oct 29 2026 12:58 PM
Background image

MoPH Conducts Three-Day Capacity-Building Programme on Administrative Correspondence

A three-day capacity-building programme on administrative correspondence was organised by the Capacity Development Directorate of the Ministry of Public Health for 20 employees. . .

Thu, Oct 29 2026 12:54 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches Three-Day Training Program for Surveillance Data Managers from 34 Provinces

Participants will learn standard procedures for collecting, consolidating, analysing and reporting surveillance data.

Mufti Abdul Qudus Hashimi, Director General of Monitoring and. . .

BACK TO NEWS