په کابل کې د EPHS او BPHS روغتیايي کڅوړو د بیا کتنې او تدوین په موخه درې ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
Sat, Feb 07 2026 12:23 PM
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د  EPHS او BPHS روغتیايي کڅوړو د بیا کتنې، تجدید او تدوین په موخه د روغتیا نړیوال سازمان په جینوا کې مرکزي دفتر او په افغانستان کې د یاد سازمان دفتر په همکارۍ د، Service Planning, Delivery & Implementation (SPDI)

او د WHO Dashboard درې ورځنی تخنیکي ورکشاپ په کابل کې تر سره شو.

دا ورکشاپ چې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست سره په همغږۍ تر سره شو، په ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د اړونده برخو متخصصینو، مسلکي اشخاصو، مشاورینو او د اړوند تخنیکي کمېټې غړو ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ښاغلي ډاکټر سید رسول منګل د ورکشاپ په اړه وویل“ د دې ورکشاپ اصلي موخې د روغتیايي کڅوړو د نويو کولو لپاره د اړینو تخنیکي او علمي مواردو تشریح، د روغتیا نړیوال سازمان د خدمتونو د پلان جوړونې، وړاندې کولو او پلي کولو یعنې SPDI له پلیټفورم څخه د استفادې زده کړه، د اوسني روغتیایي تمویل او عامه مالي مدیریت ته کتنه، د لومړیتوبونو او اړتیاوو تشخیص، او پر واقعي اړتیاوو ولاړو معیاري روغتیايي کڅوړو طرحه کول دي تر څو په راتلونکي کې د روغتیايي خدماتو عادلانه وېش، لوړ کیفیت خدماتو وړاندې کول او د افغانستان ټولو سیمو ته د اړینو روغتیايي خدمتونو رسونه یقیني شي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د SPDI ډشبورډ د کارولو څرنګوالی تشریح شو تر څو د روغتیايي کڅوړو د طرحې او تدوین په بهیر کې ترې اغېزمنه استفاده وشي او د افغانستان نوې روغتیايي کڅوړې په یاد ډشبورډ کې شاملې شي.

د ورکشاپ په پای کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري همکار، چې د ورکشاپ تخنیکي او ښوونیزې چارې یې پر مخ وړې ښاغلي عبدالغني ابراهیمي د ورکشاپ له ګډونوالو مننه وکړه چې په منظمه توګه یې په یاد ورکشاپ کې ګډون وکړ او په وینا یې د روغتیا نړیوال سازمان به په دې او نورو اړینو تخنیکي برخو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته ادامه ورکړي.

Latest news

Thu, Oct 29 2026 12:58 PM
Background image

MoPH Conducts Three-Day Capacity-Building Programme on Administrative Correspondence

A three-day capacity-building programme on administrative correspondence was organised by the Capacity Development Directorate of the Ministry of Public Health for 20 employees. . .

Thu, Oct 29 2026 12:54 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches Three-Day Training Program for Surveillance Data Managers from 34 Provinces

Participants will learn standard procedures for collecting, consolidating, analysing and reporting surveillance data.

Mufti Abdul Qudus Hashimi, Director General of Monitoring and. . .

BACK TO NEWS