د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال د میندو او ماشومانو روغتیا پیاوړتیا د وزارت له اساسي لومړیتوبونو وبلله
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د حادې خوارځواکۍ ملي لارښود او د دې ناروغۍ د مدیریت پلي کېدونکي پلان پرانیست غونډه کې د وینا پر مهال:
د روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا او د میندو او ماشومانو روغتیا ته پاملرنه د عامې روغتیا وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.
