د څېړنې مېتودولوژۍ اوونیز کورس لومړۍ دوره پیل شوه

rasooli_admin
Mon, Jan 05 2026 3:11 PM
moph

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست او کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو لوی ریاست په ګډه همکارۍ د څېړنې مېتودولوژۍ اوونیز کورس لومړۍ دوره د تخصص بشپړولو پروګرام د استادانو او ټرېني ډاکټرانو لپاره پیل شوه.

یاد کورس د علمي او څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا په موخه طرحه شوی، چې ټول ټال پنځه دورې لري؛ درې دورې د ټرېني ډاکټرانو او دوه دورې د استادانو لپاره ځانګړې شوې دي، چې په هره دوره کې به ۳۰ تنه ټرېني ډاکتران او ۱۶ تنه استادان ګډون کوي.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، ښاغلي مولوي محمد نبي عمري په خپله وینا کې د پولیسو ملي او تخصصي روغتون د ډاکترانو له هڅو مننه وکړه او  هغوی ته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکتر نثار احمد نیازي د تخصص بشپړولو پروګرامونو ته په اشارې وویل، د اکمال تخصص لوی ریاست هڅه کوي، چې د څېړنې میتودولوژۍ کورسونه لا پراخ او معیاري کړي؛ تر څو ټریني ډاکتران او استادان د نړیوالو معیارونو مطابق طبي څېړنې ترسره کړي. دغه راز، نوموړي ګډونوالو ته د هېواد په کچه تخصصي روغتونونو کې د تخصصي پروګرامونو اړوند معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو لوی رئیس مولوي صدیق الله بدر د معیاري زده کړو پر ارزښت ټینګار وکړ او د ډاکترانو هڅې یې وستایلې.

تمه ده، چې د یاد کورس له لارې به د ګډونوالو څېړنیز مهارتونه پیاوړي او هم به د علمي څېړنو کیفیت لوړ شي.

Latest news

Thu, Oct 29 2026 12:58 PM
Background image

MoPH Conducts Three-Day Capacity-Building Programme on Administrative Correspondence

A three-day capacity-building programme on administrative correspondence was organised by the Capacity Development Directorate of the Ministry of Public Health for 20 employees. . .

Thu, Oct 29 2026 12:54 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches Three-Day Training Program for Surveillance Data Managers from 34 Provinces

Participants will learn standard procedures for collecting, consolidating, analysing and reporting surveillance data.

Mufti Abdul Qudus Hashimi, Director General of Monitoring and. . .

BACK TO NEWS