داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( تقویتي میکانیزم صحتمندۍ پروژې اړوند د ۷۲  قلمه درملو چمتو کول او تدارک پروژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-2669) ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپاڼی سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر (شنبی) ورځې چې د ( ۲۴/۰۸/۱۴۰۴) هــ ش نېټې سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په (۱۰) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري وسپاري.

 ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.