په ختیځو ولایتونو او په ځانګړې ډول کنړ ولایت کې د زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې او لاسنیوي په موخه د قطر هېواد د امیر، حضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د لارښوونې پر بنسټ څلور الوتکې بشري مرسته وشوه

rasooli_admin
Thu, Sep 04 2025 1:22 PM
moph

د دې مرستو د سپارلو په موخه د قطر څخه د راغلي پلاوي مشري، د یاد هېواد د بهرنیو همکاریو مرستیالې، اغلې ډاکټر مریم بنت علي بن ناصر المسند کوله، چې د یاد هېواد د بېلا بېلو ادارو استازي هم ورسره مل وو.

د قطر هېواد د بهرنیو همکاریو مرستیالې د یادو بشري مرستو د سپارلو پر مهال وویل: «په دې مرستو کې دوه ګرځنده روغتونونه، خوراکي او روغتیايي توکي او د هستوګنې اړین وسایل شامل دي، چې د قطر دولت د پراختیایي صندوق له لارې نږدې ۱۱ زرو اړمنو کسانو ته رسېږي، دغه مرستې د قطر دولت له لوري د افغان ولس ترڅنګ د تلپاتې درېدو په هدف ترسره کېږي او دا د بشرپالنې ژور ژمنتیا او د طبیعي ناورینونو پر مهال د یاد هېواد د مرستو انعکاس دی؛ تر څو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو د ستونزو په راکمېدو کې مرسته وکړي.»

د یادو مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوکتور محمد نعیم وردګ ګډون کړی و، چې د افغان ولس په استازیتوب یې له قطر هېواد څخه مننه وکړه او  زیاته یې کړه، چې دغه مرستې به د زلزله ځپلو د اړتیاوو په پوره کولو او په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې ډېرې اغېزمنې وي.

مسؤلینو د قطر هېواد دغه بشرپاله ګام د افغان ولس ترڅنګ د تلپاتې درېدو څرګندونه وبلله او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې اړین ګام وباله.

Latest news

Sun, Nov 01 2026 3:46 PM
Background image

Ministry of Public Health to Procure MRI Machine Worth Over AFN 101.5 Million for the Radiology Institute

The Ministry of Public Health has initiated the procurement process for a 1.5-Tesla MRI machine for the Radiology Institute using the Ministry's budget for the 1405 fiscal year. The. . .

Sun, Nov 01 2026 3:40 PM
Background image

The Ministry of Public Health’s Central Blood Bank Holds Public Awareness and Voluntary Blood Donation Campaign at Azizi Bank’s Central Office

During the campaign, 33,000 cc of blood was voluntarily collected from 66 Azizi Bank officials and visitors and transferred to the Central Blood Bank. Following the necessary medical. . .

BACK TO NEWS