د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو اووم حکم د دریمې فقرې سره سم؛ له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي؛ چې د ملي راډیولوژي انسټیټیوټ آمریت په پام کې لري چې د (19440)لیټر تیلو چې د مرکز ګرمي لپاره تړون چې د پیژندنې شمیره یې MOPH/NIR/NCB/1405/G2 ده.
له مخې د (البرز میهن ) شرکت ته ورکړي، یا د شرکت (53101) ګنې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې د کابل ښار د دویمې ناحیې د ملک اصغر څلور لارې د داوودزی سوداګریز مرکز کې موقعیت لرې. چې د تړون بیه (1866240) اته لس لک شپږشپته زره دوسوه څلوښت افغانۍ دي.
د حقیقي اوحکمي اشخاصو هرډول نیوکو په صورت کې دوی کولائ شي چې خپله نیوکه په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر سره د اعلان خپريدو له نيتې تر دوه تقویمي ورځو د راډیولوژي ملي انسټیټیوټ، د خدماتو مدیریت ته چې د پل آرتل سره موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون ورکړې په معنی نده او د پورته ذکر شوې او د راتلونکو قانوني پراوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.