د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د بدخشان ولایت اړوند کران منجان ولسوالۍ کې د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې د (MOPH/1405/NCB/W-3020) ګڼې ریفرنس لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه ترلاسه کړي. د عقودو قانون، لنډمهالو اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه (وړاندیزونه)، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (سې شنبې ورځ، 04/07/1448 هـ ق – 24/09/1405 هـ ش نېټه، د سهار 9:30 بجې) چمتو او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند د آفر پرانیستنې خونې ته، چې د عامې روغتیا څلورلارې، وزیر محمد اکبر خان سړک، کابل کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدونکي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر پرانیستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستنې په خونه کې ترسره شي.