د بادغیس په ولایتي روغتون کې د روان کال په ترڅ کې ۱۳۳۴ لوی او واړه جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
Tue, Nov 10 2026 10:09 AM
MOPH

په ترسره شویو عملیاتو کې ۵۷۵ لوی او ۷۵۹ واړه جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او تجربه‌ لرونکو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

همدارنګه، په یاد روغتون کې ۱۱۱۷۸۰ ناروغانو ته (OPD) او ۹۴۲۹ ناروغانو ته بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.