د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې یو شمېر روغتیايي او خوراکي تأسیسات وتړل شول
د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیمونو د بلخ ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې ۱۳ درملتونونه، ۱۳ کتنځايونه، يو لابراتوار او ۲ کلینیکونه له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
همدارنګه، په دغه ولایت کې ۲ عمده پلورنځي د غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول او ۱۱۱ قلمه له نېټې تېر درمل، ۹۰ قلمه د GSK شرکت درمل او د خوراکي توکو پلورنځيو څخه ۱۲ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته ولېږدول شول.
