د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
{د 1405 مالي کال لپاره 82 قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب تهیه او تدارک کول.}
شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G7
د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت له لوري ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکول کیږي، چې د 1405 مالي کال لپاره 82 قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیه باب تهیه او تدارک کولو داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطپاڼې یوه کاپي په وړیا ډول د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت څخه په میموري یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو او شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه (آفرونه) په سرتړلي ډول د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر د 1405/06/09 نېټې، دوشنبې ورځ، سهار په 10 بجو د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې لسم سړک د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ، لومړي پوړ، د غونډو تالار ته وسپاري.
ناوخته رسیدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانېستلو غونډه به په {1405/06/09} نېټه د دوشنبې په ورځ سهار 10:00 بجې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ لومړی پوړ، د غونډو تالار کې ترسره کېږي.
