د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده نهمه فقره
که د درملو او روغتيايي محصولاتو توليدي کارخونه، توريدي شرکت عمده پلورنځي او درملتونونه د وارد شويو درملو او روغتيايي محصولاتو د توزیع لپاره ډاکټرانو ته د ګټې په موخه فيصدي او يا نور امتيازات ورکوي، د دې قانون له حكمونو سره سم لاندي تعزيري سزا وركول کېږي:
الف - په لومړي ځل دې د توليدي کارخوني، واردوونكي شركت، عمده پلورنځي او درملتون فعالیت د یوې مياشتې لپاره وځنډول شي.
ب - په دوهم ځل دې د توليدي کارخوني، واردوونكي شركت، عمده پلورنځي او درملتون فعالیت د درېيو میاشتو لپاره وځنډول شي.
ج - په درېيم ځل دې د توليدي دې د توليدي کارخونې، واردونکي شرکت، عمده پلورنځي او درملتون مسؤل ته درې مياشتې حبس ورکول شي.
د - بیا تکرار په صورت کې دې وروستۍ سزا دوه چنده ورکول شي.
