د تړون ورکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د طبی تجیزاتو د صحتمندی تقویتی میکانیزم اړوند 14 قلمو طبی تجهیزاتو چی ریفرنس شمیره MOPH/SEHATMANDI/SM/NCB/1402/G11 ده تړون یی د (السید افغان لمتید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-6651) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د ترافیک او بره کی څلورلارې تر منځ السید ټاور ،کابل مرکز ، کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (570,000) پنڅه سوه اویا زره افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایل په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.