دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري مرستیال دکندهار ولایت دمیرویس حوزوي روغتون څخه څارنې اوارزونې وکړه

akbari_admin
Wed, Oct 26 2022 10:28 AM
دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري مرستیال دکندهار ولایت دمیرویس حوزوي روغتون څخه څارنې اوارزونې وکړه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د کندهار ولایت د میرویس حوزوي روغتون څخه لیدنه وکړه.

  د دغه روغتون د بېلابېلو برخو له څارنې او ارزونې وروسته، د آی سي آر سي له استازو سره په جوړه شوې غونډه کې مالي او اداري مرستیال د دغه روغتون د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په اړه د دغې نړیوالې ادارې له مسوولینو سره خبرې وکړې او په پایله کې یې پرېکړه وشوه، چې د دغه روغتون د کارکوونکو د معاشونو له ورکړې وروسته دې د دغه مرکز لپاره د بسترونو د شمېر د ډېرولو او د لا ډېرو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه عملي تصميم ونيول شي.

  د کندهار ولايت د ميرويس  روغتون چې د ٣٠٠ بسترونو په لرلو سره په بېلابېلو څانګو کې د دغه ولايت او د کندهار د ګاونډيو ولايتونو خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

Latest news

Thu, Apr 23 2026 1:25 PM
Background image

MoPH Signs $456,136 Contract with RHDO to Expand Healthcare Services in Balkh

The Ministry of Public Health has signed a $456,136 contract with the (RHDO) organization to strengthen and expand healthcare services for residents of Balkh province.

This contract. . .

Thu, Apr 23 2026 1:17 PM
Background image

Momin Group Donates Medical Supplies Worth AFN 276,000 to Sultanpur Health Center in Nangarhar

Several essential items, medicines, and medical equipment worth 276,000 Afghanis were provided to the Sultanpur Health Center in Surkh Rod district, Nangarhar province.

This assistance. . .

BACK TO NEWS