د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دې وزارت اړوند (د سناتور جنت ګل خان روغتون لپاره د مصرفي موادو د چمتو کولو او برابرول پروژه  د ۱۴۰۵ مالی کال لپاره  چې د پېژندني شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2689) ده. تړون یې د ( نورزاد سینا تجارتي) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۶۷۹۸۸) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د کارته نو ۲ سرک، ۸ ناحیه ، مرکز کابل ) کې دی. چې د تړون بیه (۷۱۲،۶۰۷،۷)  اووه سوه دولس زره شپږ سوه اووه عشاریه اووه  افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند  د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.