نږدې ۳۰ ټنه درمل چې په تېرو پنځو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل په ځمکني ګمرک کې راټول شوي وو، له منځه یوړل شول
په دغو درملو کې هغه درمل شامل وو، چې د کیفیت د نهتأیید یا بېرته مستردېدو له امله ساتل شوي وو او د ساتنې په موده کې یې د اعتبار نېټه هم پای ته رسېدلې وه.
دا درمل د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د ټاکل شوې کړنلارې له مخې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول.
