د عامې روغتیا وزارت په رابغه بلخي تخصصي روغتون کې د روان کال په ترڅ کې ۲۶۶۳ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره شوي دي
په ترسره شویو عملیاتو کې ۸۲۱ لوی او ۱۸۴۲ واړه جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او تجربه لرونکو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همدارنګه، په یاد روغتون کې ۵۹۵۰۱ ناروغانو ته (OPD) او ۱۹۳۲۳ ناروغانو ته بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.