د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک او برابرولو پروژې تړون، چی ریفرینس شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G- 2485) ده، (افغان آی سي تي سلوشن) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (D-25348) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (چهاراهي حاجي یعقوب، مرکز کابل) کې دی او د تړون بیه (2,800,000) دوه میلیونه اته سوه زره افغانۍ.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کارې ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.