تخار ولایت کې ۱۲ ټنه له نېټې تېر او بېکیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول
د تخار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېرو درېیو میاشتو کې د پرلهپسې نظارتونو په پایله کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه دوه ټنه له نېټې تېر درمل او لس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول کړي وو او د اړوندې کمېټې د پلاوي په شتون کې له منځه یووړل شول.
د تخار عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام وویل: «د تخار ولایت د ټولو روغتیايي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځيو له مسؤلینو څخه غوښتنه کوو، چې د نېټې تېرو، بېکیفیته او غیرمعیاري درملو او خوراکي توکو له پلور، وېش او کارونې څخه په کلکه ډډه وکړي او د خلکو د روغتیا ساتنې برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي.»
