په کور دننه د درملو توليد او هېواد ته د باکيفيته درملو واردولو په موخه غونډه تر سره شوه
د ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ننګرهار ولايت له پانګوالو سره په سوداګرۍ او پانګونې خونه کې د درملو تولید او هېواد ته د باکیفیته درملو واردولو په موخه غونډه تر سره کړه.
په غونډه چې د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د دغه ولايت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي عبدالبصیر پاچا او ګڼ شمېر نورو مسؤلينو شتون درلود، پانګوالو خپل وړاندیزونه شریک او په دغه ولایت کې یې د معیاري فابریکو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزیر وویل: هېواد کې د معیاري درملو تولید برخې ته په پاملرنې سره ګڼ شمېر کارخونې پرانیستل شوي او هڅه کوو، چې د درملو توليد او واردولو برخه کې د پانګوالو ستونزې حل او د معياري فابريکو جوړولو برخه کې ور سره همکاري وکړو.
ښاغلي وزیر همداراز، د درملو برخې پانګوالو ته د معیار او روغتیايي قوانینو له مخې د درملو د پېر او پلور لارښوونې وکړې.
