د داوطلبۍ خبرتیا تعدیل!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1405/002)

علي جناح روغتون کې (د استصناع د مصنوع د منافعو په بدل کې له لارې د کفیتریا او پایوازخونو جوړولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا  تعدیل:

د پروژې د اعلان نېټه: ۰۵/۰۵/۱۴۰۵

د پروژې د داوطلبۍ نېټه : ۳۱/۰۵/۱۴۰۵

د پروژې په هکله لنډ معلومات:

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست په شرایطو برابر ټولو لیواله شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې په علي جناح روغتون کې د (۳۲۵) متر مربع  ځمکه باندي د ( استصناع د مصنوع د منافعو په بدل کې) له لارې د کفیتریا او پایوازخونو جوړولو پروژه تطبیق کیږي، داوطلبۍ کې د ګډون خبرتیا ورکول کیږي.

لیواله شرکتونو د اړونده پروژې شرطپاڼه په حضوري ډول د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست څخه ترلاسه کړې.

لیوال شرکتونه د شرطپاڼې په اساس د یادي پروژې لپاره د استصناع په اساس طرحه او مالي موډل ترتیب او د ۳۱/۰۵/ ۱۴۰۵ نېټه شنبې ورځ سهار لس بجې د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست کې د داوطلبۍ غونډې ته وړاندې کړي.

د معلوماتو لپاره په لاندې بریښنالیک او ټیلیفون شمیرې اړیکه ونیسئ

ادرس: د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمداکبرخان، کابل، افغانستان

د اړیکې شمیره: 0202302539

بریښنالیک:  /  ppphealth.mpph@gmail.com  ppp_health@moph.gov.af

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders