په هوايي ډګرونو کې د کورونا ټسټونو لپاره د خصوصي لابراتوارونو تر منځ د ازاد رقابت د پايلو اعلان!
Publish Date
Closing Date
څرنکه چې ټولو بهرنیوهيوادونو ته د سفر لپاره د کرونا ټسټ سرټيفيکيټ لازمي دی او مسافرينوته د کرونا د ټسټ له ترسره کولو پرته د سفر اجازه نه ورکول کيږي. همدارنګه د ډيری هيوادونو لپاره د ABBOTT ID NOW په نوم د سريع ماليکور ټيسټ تر سره کول لازمي شوي دي، چې په هوايې ډګرونو کې یې د نه شتون له امله هيواد والو لپاره د سفر پر وخت مشکلات جوړ کړي دي.
په همدې اساس عامې روغتيا وزارت د مسافرينو د مشکلاتو حل لپاره د ۱۴۰۰ ه ش کال دقوس دمیاشتې له ۷ تر ۱۵ نیټې پورې دکرونا ټسټ د ترسره کولو لپاره لابراتوارونو ته بلنه ورکړې وه چې په ازاد رقابت کې برخه واخلي ترڅو مناسب لابراتوار د یوې ځانګړې پروسې په ترڅ کې غوره کړي اوپه ټولو هغه هوایی ډګرونو کې چې بهرني او داخلي پروازونه په کې ترسره کيږي د مسافرینو د اسانتياو لپاره لابراتوارونه جوړ کړي. يادې پروسې ته د ازاد رقابت لپاره ۱۴ خصوصي لابراتوارونو خپل اسناد جمع کړي ول، کوم چې د عامې روغتيا وزارت د يوې ځانګړې لايحې له مخې ارزيابي شول. ددې پروسې په نتيجه کې د بيوتک-۱ (BIOTECH-1) لابراتوار بريالی اعلان شو. نوموړی لابراتوار به په هوايې ډګرونو کې د مسافرينو لپاره د Abbott ID Now په نوم Rapid Molecular ټستونو سهوليت رامنځ ته کوي.
نوټ: ددې اعلان څخه وروسته ټولو لابراتوارونه سره د يوې ورځې وخت دی تر څو د شکايت په صورت کې عامې روغتيا وزارت ته مراجعه وکړي.