د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چي د دې روغتون اړوند د ۱۴۰۳مالي کال لپاره د ۳۹ قلمو تنظیفاتي موادو تدارک او چمتو کولو تړون، چې د MOPH/EH/1403/NCB/G005 شمېرې لرونکی دی د یاران کوشا تجارتي او لوژستیکي شرکت ته، چې د ۸۶۲۹۴ جواز شمېرې لرونکی دی د (۲۴۱۸۷۳۰) افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د لاملونو سره یو ځای د استقلال روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت شپږمې ناحیې دارالامان سرک ته څېرمه د علاوالدین درې لارې کې موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنا نه ده او د پورته یادې شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۱۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1405 د مالي کال لپاره د یو قلم ډیزل تیلو تهیه او تدارک کول

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G5

{د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت} له لوري ټولو په شرایطو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست یو کلن اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته ورکړي:

. . .

Back to tenders