د تخصص بشپړولو لوي ریاست او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) تخنیکی ټیم د ډیتابیس د زده کړي د آزمایښتي دوري کاري راپور

akbari_admin
د تخصص بشپړولو لوي ریاست او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) تخنیکی ټیم د ډیتابیس د زده کړي د آزمایښتي دوري کاري راپور

د تخصص بشپړولو لوي ریاست د ډیتابیس آمریت او د WHO تخنیکی ټیم د دي ریاست د ډیتابیس د سیستم جوړوني باندي په ګډه د شپږو میاشتو راهیسی کار وکړ چې له نیکمرغه په دي ورستیو کې دغه بهیر بشپړ او د ابن سیناعاجل روغتون چې د تخصصي روغتونونو له جملی څخه دي په ۰۶/۲/۱۴۰۳ نیټه عملاً په آزمایښتی توګه افتتاح شو.

د آزمایښتی دوری څخه موخه د ترینی ډاکټرانو، ترینرمتخصصینو، شف تریننګ او شف دیپارتمنت پوښتنو ته په عملی او نظری ډول ځوابونه د ډیتابیس په طریقه ورکول دې چې دغه ډیتابیس د تخصص د بشپړولو لوی ریاست او ترینی ډاکټرانو ترمنځ د اړیکو پل دي چې د درسی کریکولم او تقویتی پروګرامونو په پلي کولو سره د ډاکټرانو د پوهي د کچې په لوړولو کې مهم رول درلودلای شي.

د ابن سینا عاجل روغتون ټولو ډاکترانو ته په عملی او نظري توګه د ډیتابیس څخه د ګټي اخیستلو برخه  کې روزنه ورکړل شوه  او هر یو ته user جوړ او د اکمال تخصص لوي ریاست مسؤولینو او د WHO تخنیکي استازو په شتون کې له نوموړی ډیتابیس څخه عملاً ګټه واخیسته.