کابل جلال اباد عمومي لارې په اوږدو کې د ترافیکو پېښو له کبله اته تنه هېواوال ټپیان شوي دي
د یادو پېښو ټولو ټپیانو ته د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري رسېدنه ترسره شوي او د درملنې په موخه د سرخکانو تروما سنټر او د عزیز خان کڅ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د لغمان د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر سمیع الله عابد نیازی د پېښو له سیمو نږدې لیدنه وکړه او د کابل جلال اباد عمومي لارې په اوږدو کې یې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو کارکوونکو ته د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي اړوند لازمې سپارښتنې ترسره کړې.