د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیایي ځالې ودانۍ د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳
ؤځڅآ

د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ د کونړ عامې روغتیا ریاست په هڅو او د (IOM) سازمان په مالي همکارۍ جوړه شوې، چې په فعالیت سره به یې د سیمې ۳زره نه تر ۵زره اوسیدونکي په معیاري تعمیر کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې روغتیایي ځالې ګټې اخیستنې مراسمو کې د کونړ یو شمېر ولایتي مسؤلینو، د عامې روغتیا رئیس قاري مظفرخان مخلص او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی و؛ د عامې روغتیا رئیس خلکو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د روږدو درملنې روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې مل پلاوي او د هرات د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد یې ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د روغتون بېلابېلې برخې وکتلې، د روږدو کسانو د درملنې بهیر، شته امکانات او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۱۵
Background image

د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډې د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې ترسره شوې

د ياده اونۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډې چې هر کال د اګست له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې ترسره کېږي، د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست تر رهبرۍ لاندې په مرکز او ټولو ولایتونو کې ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲
Background image

د وارداتي شرکتونو استازو ته د خوړو او درملو معینیت د آنلاین سیسټمونو کارونې په اړه دوه ورځنی ښوونيز ټريننګ ترسره شو

ياد ټريننګ د خوړو او درملو معینیت له لوري د وارداتي شرکتونو استازو ته د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم آنلاین سیسټمونو د کارونې په اړه تر سره شو.

د دغه ټريننګ. . .

BACK TO NEWS