د عمومي جراحۍ متخصص (احمد شاه بابا مېنې روغتون)!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

دنده: د عمومي جراحۍ متخصص (احمد شاه بابا مېنې روغتون)
اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: کابل/ مرکز
د دندې ځای: د احمد شاه بابا مېنې روغتون
د بست شمېر: ۱
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه : ۱۹ / ۳/ ۱۴۰۵
د اعلان د پای نېټه:  ۲۹ /۳ /۱۴۰۵

د دندې لنډیز :

د عصبي جراحۍ متخصص ډاکټر د بستر او مراجعه کوونکو ناروغانو د تشخیص، درملنې او تعقیب مسؤلیت لري، چې پکې د ناروغانو تاریخچه اخیستل، فزیکي معاینات، لابراتواري او رادیولوژیکي ارزونې، درملنه او د روغتیايي کارکوونکو روزنه شامل دي؛ خو یوازې په همدې مواردو محدوده نه ده.

مسؤلیتونه:

  1. د بستر ناروغانو د طبي تاریخچې اخستل او اړوند اسنادو بشپړول
  2. د ناروغ د اړتیا مطابق بشپړه فزیکي معاینه ترسره کول
  3. د ناروغ اړتیا او نافذه لارښودونو مطابق د لابراتواري او رادیولوژیکي ازموینو سپارښتنه، تعقیب او دقیق تحلیل
  4. د اړتیا پر مهال او د څانګې د مسؤل د هدایت سره سم منظمې لیدنې (ویزیت) ترسره کول
  5. د ناروغۍ دقیق تشخیص د تاریخچې، فزیکي معاینې او لابراتواري پایلو پر بنسټ
  6. د تشخیص او د ناروغ د اړتیا مطابق د درملنې پلان ترتیب او مدیریت
  7. ډاډ ترلاسه کول چې اړوند طبي کړنلارې (پروسیجرونه) پر ناروغانو په سمه توګه تطبیق شوي دي
  8. د جدي (Critical) ناروغانو مشوره، مدیریت او تعقیب د هغوی د روغتیايي وضعیت مطابق
  9. د معلوماتو راټولولو په بهیر کې د ټاکل شویو میتودونو او وسایلو مطابق همکاري
  10. د نویو کارکوونکو او زده‌کوونکو په روزنه کې فعال ګډون
  11. د ټاکل شویو معیارونو، پروتوکولونو، طرزالعملونو، اصولو او مقرراتو رعایت
  12. د خپل مسلکي ظرفیت لوړول او په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون
  13. ناروغانو او مراجعینو ته وقایوي او لومړنۍ طبي مشورې وړاندې کول
  14. د بیړني واحد ناروغانو ته هم وقایوي او لومړني طبي معلومات ورکول
  15. د اړتیا پر مهال د شپې نوکري (Night Duty) ترسره کول
  16. د څانګې او روغتون د وقایې انتان (IPC) پروګرامونو کې فعال ګډون
  17. د مسؤل له لوري سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول
  18. د عمومي جراحۍ د څانګې مسؤل ته راپور ورکول

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:

  1. د افغانستان تابعیت لرل
  2. د طب سند (MD) چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصدیق شوی وي
  3. د جراحۍ تخصص سند چې د عامې روغتیا وزارت یا لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی وي
  4. قوي د اړیکو (Communication) مهارتونه
  5. له ناروغانو، مراجعینو او همکارانو سره ښه تعامل او مسلکي چلند
  6. په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ښه مهارت (لیک، لوست او خبرې)
  7. د کمپیوټر ابتدایي مهارتونه (MS Office)
  8. د اړوندې څانګې دندو د اجرا لپاره فزیکي او ذهني وړتیا

ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.

د اعلان د بست لارښوونه:

درنو نوماندانو! تاسې کولای شئ خپله سي وي (CV) د mophgdsa@gmail.com برېښنالیک ته واستوئ، یا یې چاپي (هارډ کاپي) بڼه د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست د کاریابۍ اعلانونو عمومي مدیریت ته وسپارئ.

یادونه: مهرباني وکړئ د خپلې خوښې د بست عنوان په برېښنالیک کې په واضح او دقیق ډول د عنوان په برخه کې ولیکئ.

د اړتیا یا لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ له دې شمېرې سره  ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲.

اړیکه ونیسئ:

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست یو کلن اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته ورکړي:

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د 1405 مالي کال لپاره، د نیمروز ولایت د روږدو درملنې 1000 بستریز کمپ د اړتیا وړ، 24 قلمو برقي وسایلو برابرول او تدارک . . .

Back to tenders