د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د څېړنې مېتودولوژۍ اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۴:۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د اکمال تخصص برنامې د ټریني ډاکټرانو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه استقلال روغتون کې د څېړنې مېتودولوژۍ (Research Methodology) تر سرلیک لاندې اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

دا روزنیز پروګرام د اکمال تخصص برنامې د ۲۰ تنو ټریني ډاکټرانو په ګډون تر سره شو، چې اساسي موخه یې د ګډونوالو د څېړنیزې پوهې او مهارتونو پیاوړتیا، د علمي څېړنو له اصولو او بنسټونو سره د هغوی بلدتیا او د روغتیايي څېړنو د طرحې جوړونې او عملي پلي کولو په برخه کې د هغوی د وړتیاوو لوړول دي.

د یاد روزنیز پروګرام په ترڅ کې د څېړنې اصول او بنسټیز مفاهیم، د علمي مطالعاتو ډولونه، د معلوماتو راټولولو او تحليل لارې چارې، د څېړنیزې طرحې (پروپوزل) او علمي مقالو د لیکلو څرنګوالی او په څېړنو کې د اخلاقي اصولو رعایت د مجربو استادانو له لوري تدریس شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۳
Background image

بادغیس ولایت کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته ۲۸ عرادې نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

دغه موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، واکسیناتورانو ته د تګ راتګ د اسانتیا، لرو پرتو سیمو ته د هغوی د لاسرسي او په دغو سیمو کې د واکسیناسیون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې.

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د شهید موسی شفیق عالي لېسې څه باندې ۳۵۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS