د عامې روغتیا وزارت تېره اونۍ!

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۵۳

د عامې روغتیا وزارت تېره اونۍ!

شنبه:
>
۱- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو نوی مرستیال معرفي شو
> په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا  وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د چارو ادارې مرستیال، ښاغلي مولوي سیف الدین تائب او د  یاد وزارت اړوند، ګڼ شمېر رئیسانو شتون درلود.

> ۲- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزرات د مشرتابه له لوري ۱۴۰۳ هـ ش کال د یو "روغتیايي کارکوونکی یو ونه" تر شعار لاندې د کمپاین په موخه پيل شو


> یاد کمپاین د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له لوري د ناروغیو څخه مخنیوي، د چاپېریال د زرغونتیا او پاکوالي په موخه د یو ونې په کښېنولو سره پیل شو.

یکشنبه:
>
۱- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر، ژاو شېنګ سره لیدنه ترسره کړه


> په دې لیدنه کې د جمهوریت روغتون د بیا رغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې، د کرونا او  پولیو ناروغۍ د کنټرول او د دواړو هېوادونو تر منځ په غوره همغږۍ بحث او خبرې ترسره شوې.

دوشنبه:
>
۱-  د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې له نوي استازي، ښاغلي تاج الدین اوېلا سره تعرفي  لیدنه ترسره کړه
> په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د روغتیا په برخه کې د یادې ادارې پر دوامداره همکاریو، د روغتیايي برخو پر تخنیکي ملاتړ، د دواړو لورو تر منځ پر لا زیاتې  همغږۍ او ګڼو نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

> ۲- د عامې روغتیا وزارت اړوند جمهوریت روغتون د ریفورم او په دې روغتون کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه ناسته ترسره شوه


> ياده ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي ریاست د رئیس، ډاکټر میرویس احمدزي، د جمهوریت روغتون د منظمو روغتیايي چارو پر مخ وړولو لپاره د جوړې شوې کمېټې د مشر، ډاکټر ایمل وردګ او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو شتون کې ترسره شوه، چې د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د اړتیا وړ په بېلا بېلو طبي ماشینونو او تجهیزاتو د یاد روغتون پر سمبالولو، د نویو روغتیايي  څانګو پر فعالولو، د روغتون د غوره مدیریت لپاره د نویو کسانو پر ګمارنو او ورته نورو موضوعاتو اړوند په کې بحث او خبرې ترسره شوې.

> ۳- د پولیو د له منځه وړلود بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ښاغلي ډاکټر عبدالقدوس بریالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بېړنیو حالاتو د ادارې له استازو سره لیدنه ترسره کړه


> په دې لیدنه کې په کندهار، هلمند ، زابل او کندز ولایتونو کې هېوادوالو ته د روغتیا په برخه کې په ترسره شویو فعالیتونو بحث او خبرې ترسره شوې.

> ۴- د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د افغانستان د بیارغونې مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه


> په دې ناسته کې په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې د یادې مؤسسې د همکارۍ او فعالیتونو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې

> ٥- د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، د روغتیا په برخه کې  د یادې مؤسسې د همکارۍ څخه د مننې تر څنګ د مسؤلینو کړنې وستایلې او په دې برخه کې یې هغوی ته د ریښتیني خدمت کولو هیله څرګنده کړه.

 سه شنبه:


> ۱- د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په مرکز مزارشریف ښار کې له یو شمېر خصوصي روغتیايي کلینیکونو او روغتونونو څخه نظارت ترسره شو.
>
د یاد نظارت په پایله کې د یو خصوصي روغتون اړوند لابراتوار خونه، درملتون او عملیات خونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

> ۲-د هېواد د ګڼ شمېر ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د شنو نيالګيو اېښودلو په کمپاين کې، چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته.
>
د یاد کمپاین موخه د چاپېریال ښکلا. په هېواد کې دتنفسي او ورته نورو ناوړه ناروغیو مخنیوی او کنټرول دی.

> ۳- د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم په موخه ناسته ترسره شوه
> ياده ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي رئیس، ډاکټر میرویس احمدزي، د جمهوریت روغتون د منظمو روغتیايي چارو پر مخ وړولو لپاره د جوړې شوې کمېټې مشر، ډاکټر ایمل وردګ او د دې روغتون د ریفورم په برخه کې اړوند مسؤلینو شتون درلود.


> په دې ناسته کې د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د اړتیا وړ په بېلا بېلو طبي ماشینونو او تجهیزاتو د یاد روغتون پر سمبالولو، د نویو روغتیايي  څانګو د فعالولو لپاره د ځای پر ځانګړي کولو، د روغتون د غوره مدیریت لپاره د نویو کسانو پر ګمارنو او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

چهارشنبه:
>
۱- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ,IRC, ACF, Save the children IMC او HNTPO مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه 
> په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د یادو مؤسسو له لوري په ترسره شویو فعالیتونو، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، غوره همغږۍ او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

> ۲- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د اوچا دفتر له مسؤلینو او د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره ناسته ترسره کړه
> په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د اوچا دفتر مشرې، اغلې ازابیل مورسادکارلسن د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر جمشېد، د بشري او پرمختیايي ټولنې مشر، ښاغلي ادریکا راتوت او د اندریکا د دفتر رئیس، ښاغلي فادې المیوچي شتون درلود.


> په یاده ناسته کې د روږدو ناروغانو د درملنې، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د تطبیق کوونکو مؤسسو د فعالیتونو، د روغتیا په برخه کې پر دوامدره همکارۍ، غوره همغږۍ او ګڼو نورو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

پنجشنبه:
>
۱- د افغانستان  اسلامي امارت د عامي روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو د عامي روغتیا له رئیسانو سره  انلاین لیدنه ترسره کړه
> په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني هم په کې شتون درلود، د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیا په برخه کې په دې ولایتونو کې موجوده ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او  د حل غوښتنه یې وکړه.
>
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ویې ویل: (د افغانستان اسلامي امارت رهبري او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې  د روغتیا په برخه کې شته ستونزې حل کړي؛ تر څو د ټولو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او ټولو ته په مساوي ډول غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.)

> ۲- د مرکزي روغتونونو د ادارې څانګې مسؤولینو او کارکوونکو ته د بېلا بېلو کمپيوټري پراګرمونو درې ورځنې روزنیز ټريننګ ترسره شو.


> د یاد روزنیز ټریینګ موخه د هېواد د روغتیا سکتور د اداري برخې کارکوونکو د ظرفیتونو لوړل دي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت ارتقاﺀ ظرفیت رياست له لوري د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ د مرکزي روغتونونو ۶۶ تنو اداري کارکوونکو ته د غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ کې ترسره شو.
>
د یادونې وړ ده، چې ورته روزنیز ټریننګونه به په راتلونکې کې د هېواد ولایتونو ته هم وغځيږي؛ تر څو په مرسته یې د روغتیا سکتور د ادارې برخې کارکوونکو ظرفیتونه لوړ او د اداري سیستم د پیاوړتیا سبب وګرځي.

MOPH