د عامې روغتيا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرويلانس تر چتر لاندې د ساري ناروغيو‌ لومړيتوب ټاکنې درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۳
MOPH

دغه ورکشاپ چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ ترسره شو، چې د پرانيستې پر مهال يې‌ د څارنې او پلټنې لوی رئیس مفتي عبدالقدوس هاشمي، اړوندو مسؤلینو، د بېلابېلو ریاستونو استازو او روغتيا نړيوال سازمان تخنیکي متخصصینو ګډون کړی و.

په ياد ورکشاپ کې د شواهدو، په عامه روغتيا د ناروغیو د اغېزو، د خپرېدو خطر، د مخنیوي او کنټرول امکاناتو او د سرویلانس د اړتیاوو له مخې د ناروغيو د سرويلانس اوسنی نوملړ وارزول شو؛ څو په افغانستان کې د ناروغیو د څارنې لپاره روښانه، عملي او د شواهدو پر بنسټ لومړيتوبونه وټاکل شي.

د دې پروسې موخه دا ده، چې د افغانستان د ناروغیو سرویلانس سیستم لا اغېزمن، هدفمند او د هېواد له روغتیايي اړتیاوو او موجودو امکاناتو او منابعو سره سم تنظيم شي؛ ترڅو د ناروغیو پېژندنې، څارنې او پر وخت غبرګون برخه کې لا ښې پایلې ترلاسه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۵۳
Background image

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې یو شمېر روغتیايي او خوراکي تأسیسات وتړل شول

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیمونو د بلخ ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې ۱۳ درملتونونه، ۱۳ کتنځايونه، يو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه په کابل کې نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درمليزو خدمتونو ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درمليزو خدمتونو ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درملو د معقولې کارونې ترویج، د درملو او درملنې کمېټو د پیاوړتیا او د درملو مدیریت ښه. . .

BACK TO NEWS