د عامې روغتيا وزارت د حياتي احصايې امريت له لوري د مړينې علت معلومولو تصديق پاڼې ملي لارښود اړوند لمړنی ورکشاپ تر سره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۳:۲۵
MOPH

 

په ياد ورکشاپ کې چې د عامې روغتيا وزارت او نورو مربوطه اداراتو اړوند مسلکي اشخاصو ګډون درلود ، د مړينې د علت معلومولو د تصديق پاڼې په ملي لارښود بحث او خبرې تر سره کړې ، د ياد ملي لارښود جوړولو موخه په هيواد کې د هر وفات شوي شخص د مړينې علت معلومول او په آئينده کې د تصميم نيولو لپاره د موادو را جمع کول دي تر څو د خطري فکتورونو او ناروغيو څخه د مخنيوي او مړينو اصلي علتونو په اړه په لوړه کچه تصميم ونيول شي.

د ورکشاپ په جريان کې د ياد امريت مسؤول ښاغلي ډاکټر رحمت الله احساس له لوري ګډونوالو ته د دوۍ له لوري د پيل شويو کړنو او اهدافو اړوند معلومات وړاندې او په هيواد کې د يادې تصديق پاڼې د عملي کولو لپاره د تخنيکي او هر اړخيزې همکارۍ غوښتونکی شو ، هيره دې نه وي چې د دې برنامې په تعقيب به لا نورې ناستې تر سره شي تر څو د يادې تصديق پاڼې د ملي رهنمود چارې نهايي او په بشپړه توګه عملي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۶:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلاسیمیا نړیواله ورځ  د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د ګڼو نورو ادارو یو شمېر رئیسانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۲:۲۰
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد د ګرځنده روغتیایي کلینیکونو ریاست مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د ګرځنده روغتیایي کلینیکونو د مراقبت رئیس، مولوي مصطفی بهار او ورسره مل پلاوي د یو پرِزینټېشن په لړ کې د دغه ریاست فعالیتونه، وړاندیزونه او ستونزې د عامې روغتیا وزارت د. . .

BACK TO NEWS