د داوطلبۍ خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د اړتیا وړ MOPH/DDR/1403/NCB/G-002 شمیره حوالې (ریفرینس) لرونکی د غذای موادو د پخولو لپاره  د مایع ګاز د ابن سینا 1000 بستریز، جنګلک 450 بستریز، د نوځوانانو100 بستریز، کوهدامن د نوکریوالانو 20 بستریز، د پلچرخی 50 بستریز او د آغوش کمپ 100 بستریز روغتونونو ته د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسواو غیرمشورتی خدماتو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه ددې اعلان د خپریدو له نېټې څخه د 15/01/1403   نېټې، د چهار شنبی ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت په څلورلارې کې، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو خونې (اطاق) ته وسپاري. ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ ندي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (95,000) پنځه نوی زره  افغاني دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه د15/01/1403  ، د چهار شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په خونه کې ترسره کیژی.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۰ کابل - افغانستان
Background image

دتیل دیزل او پطرول د تړون ورکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزی ادارو  او . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۸:۵۷ کابل - افغانستان
Background image

د مایع ګاز د تړون ورکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن سینا . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۸:۴۲ کابل - افغانستان
Background image

د42 قلم پاکونکي مواد تهيه او تدارک کول د داوطلبۍ خبرتیا

{ د اندراګاندي د ماشومانو د درملني انستیتوت دتدارکاتو لوی مدیریت } ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کیږي تر څو د { د 1403 د مالي کال لپاره 42 قلم پاکونکي مواد تهيه او تدارک کول . . .

Back to tenders